د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
فضل محمد عظمت کټوازی

غزل

لـکه ســـیوری چـی دځـان دی بـدرګه
داسی ژوندسره ارمان دی بـدرګه
هیچاپه عشق سودموندلی نه دی
لــه ازلــه یی نقصــان دی بــدرګه
چی په چین یی دجبین زړونه را نیسی
خال ظالـم یی قـومنـدان دی بــدرګه
پیزوان به دی په غلا اننګی ښکل کړی
مـاسـره مــی داګـمان دی بـدرګه
داچی سرښندی په تورونه ویریږی
دی زلمـــو سـره ایـمان دی بـدرګه
دپښتـــو سنـدری ځکه خوږی لګی
دټــپویــی یـاقـــربــان دی بــدرګه
بــیامــه ورته ږده ژبه په سروشونډو
پام عظمت سره شیطان دی بردګه

د شاعر نور شعرونه ←