د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

914 شاعران7367 شعرونه
نيکمل ځاځى

غزل

ګل غوندې جانان سره مې مینه شوه
بیا مې د زړګي دنیا رنګینه شوه



پاڼې شوه زرې زرې راپریوته
هره یوه ادا یې ګل ورینه شوه



نن یې راته لاس د مینې وړاندې کړ
ډیره ښه شوه دا خبره سپینه شوه



اوس یې په دیدن پسې رنځیږمه
ښکلې شوه خوږه شوه او حسینه شوه



خدای خو دې ناڅاپه نیکمل راولي
وچه مې د زړه ورپسې وینه شوه

د شاعر نور شعرونه ←