د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
آميــــــــن متونوال

پښتوژبه

حــیران یم چــې دا څه وشـول دا څه په پښــتو ژبه
په هر چــــاباندې بد لـــګي خــــواږه په پښـــتو ژبه
مونږ هــــر وخت دیو کس لپاره دومره قــــربانیان یو
چې نه غـــــږیږو هلته لــــو ی واړه په پښــــــتو ژبه
ترکومه چې مــــونږ خــــپله دپښـــتو قـــدر ونکـــړو
بــد رنګ به ؤ تـــر هـــغې زه او تـــه په پښـــــتو ژبه
لیدلي مــې یوڅوګ دي په پښــــتو ژبه شــرمیږي
ګـــــــني پرې ګــړیدل یې پلار نیـــکه په پښـــتو ژبه
چــــوپړ مــــو د پردۍ ژبې تر نــنه پــــــــورې کـــــړی
پریښولي مو پخـــــــپله دي هــــرڅه په پښــــتوژبه
په خدای چې تش په نوم یو دعوا ګیر دپښـتو ژبې
نه تاســــــې پرې پوهـــیږئ اونه زه په پښـــــتو ژبه
داچــــاوې پښــــــتو ژبه دمـــلي په نـــوم یادیـږي ؟
ته نرشه ته طلـــب کــړه یو ویــښته په پښـــتو ژبه!
دعــــا کــــــوه امینه پښتو ژبــه ورکــــه مه کـــــړې
یرغـــل دی هـــره خـــوا هره لـــحظه په پښــتو ژبه —

د شاعر نور شعرونه ←