د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

914 شاعران7367 شعرونه
جمعه ګل ګلیار

دارمان ګلونه

دلته انتظار کي دارمان ګلونه پاتی دی
مینی ته دمیني لا هغه وختونه پاتی دی
ګل چی غوټی نه کړی تاندی څانګی زخمی شوی دي
کله دی جوړ شوي لاهغه ټپونه پاتی دی
هلته دخیبر پیغلی او دلته دشمشاد ځلمی
وربه کړی لاسونه لا هغه ګامونه پاتی دی
ډک دمرغلرو اویاقوتو خدای راکړی کور
لایی ځمکی لاندی دښایست مخونه پاتی دی
چاوی له طوفان سره دا خپل سر جنګوی نه شی؟
خاندي اووردانګي لا هغه سرونه پاتی دي
بیا به ګونګ طوفان خدای په خبرو باندی راولي
ګلیاره چی یی لیکي لا هغه ویاړونه پاتی دی
لږ دیا ګانو ستونزی لری هیله دی چه غلطی یی ونیسی

د شاعر نور شعرونه ←