افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
په دیکه چي ځي موټر خونده یې نشته
وچ دخلګوکړي وزر خـــونده یې نشته
زه په دې موټر کې نه ځـــم چپه کیږي
ګوري خلګوته ډرېور خونـده یې نشته
ماته وایي سګرېټ لویه نـــاروغي ده
وي په لاس کې دډاکټر خونده یې نشته
واکمني چي دایمان پـــر تقوی نــــه وي
که بیا ناست وي پرممبر خونده یې نشته
لـــه دې کلــي اوس دمینې اثـــر ولاړو
نړېدلئ یې ګودر خونـــــده یـــې نشته
هاغه زوم به عمــری خپل قدربایلي
تل پر کوروي دخسرخونده یې نشته
سهیلي پښتونخوامسلم باغ