افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1056 شاعران8588 شعرونه
سولې ته سلام
چـه مینه ددلــبرمی شی ترلاسه
سولـــې ته بـه یوځل دزړه نه سلام وکړم
سـهارشی ښکلی لمــرراشی لپاسه
زه ئې پـه لــیدو زړه تســل اوآرام وکړم
پـــرانســتل شي مکتب اومدرسه
چـه ترېنه د روښـان ســبا اهتــمـام وکړم
یوه غـوټۍ دګلاب یوه له نرګسه
سـره یوځای جـوړزه عــطردماښام وکړم
کــــه ونسي هریو یوبل له لاسه
خوشحالي ئې شراکت تـه دخپل کام وکړم
سولې تــه هم دهـــر چا ده تالوسه
استـخـــاره به ورتــه دخـاص وعام وکړم
ټــول راټـول شوي دي خداناترسه
پــه واروار ورتــــه تــلاوت دکلام وکړم
ورک به شي هـرنااهله اوبیپاسه
لعنت ئـې وطنوالــــوســره په کنام وکړم
«صبور» خوهم ژړېګي لا تروسه
چــه مدام چاتـه زه ګـــیله دخپل قام وکړم