افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
وکوم خواته مخ واړوم راګوري په روژه کي
داښکلي رانازل سوه دکوم لوري په روژه کي
جانانه چی راځي نو مخا مخ به نه را ګورې
اکثریوپه دې کارکي موږکمزوري په روژه کي
دې ښکلوخوبس تل دايوسنت وي پرځاي کړی
نن بيا هم راوتلي سترګي توري په روژه کي
آخر به مو وباسي د روژې او ثوابو څه
که جوړي دي کړې داسي کيسې نوري په روژه کي
( الهامه ) ډېربه پام کوې چي ګورې وهرلور ته
زړه وړونکي نظرونه سته چي اوري په روژه کي