د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نيک هدايت

ملاوتړئ زلميانو

بمونه راوريږي په هيواډ دا فغا نا نو - وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو
ديوکال راپدي خواکنړکي جوړماتم دي - رڼاپکي نه ښکاري هلته جوړتل تورتم دي
وه خاوره دغاذيانوڼن شوکوردګوډاګيانو - وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو
غاذي ميرزمان باندي وولس ذمونږوياړيږي - پنجاب ته دامعلومه دي ښه په دي پوهيږي
وولس به يي لاره څاري کارنامي دغاذيانو - وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو
تاريخ لرم ميړانه قرباني مي افتخاردي - دخاوري په دفاع کي ذماسرترهيوادجاردي
پورته کړئ بيرغ کړئ تکبيرپرپنجا بيانو - وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو
قومونه وولسونه په يوه خوله يولښکرشئ - جوړي ګوريلاوي د کنړ محکم سنګرشئ
داکوردقهرمانو نڼ شو ښکار دشرمښا نو - وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو
هدايت ورکوي ټولو هيو ادو الو ته بلنه - هغوي چه دهيوا دمينه لري کړم تل مڼنه
جوړورته دوزخ کړئ کړئ يرغل پرغليمانو- وحدت وکړئ اوچت شئ ملاوتړئ زلميانو

د شاعر نور شعرونه ←