د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
حسن خان درمل

د افغان غوښتنه

نور به څه نه یم خو انسان یم ، سر مې مه پرېکوه
زه کافر نه یم مسلمان یم ، سر مې مه پرېکوه
ما فطرتاً د پاک الله(ج) لویې منلې ده چې
نن هم په هاغه لار روان یم ، سر مې مه پرېکوه
زما په ژبه او په زړه کې لا ایمان څرخېږي
اوس هم بنده د پاک سبحان یم ، سر مې مه پرېکوه
نه له اغیارو سره ګرځم ، نه اغیار یمه زه
لا هم میین په سپین قرآن یم ، سر مې مه پرېکوه
وروه! د خداي لپاره راشه راته غاړه راکړه
آخیر خو زه هم دا ستا ځان یم ، سر مې مه پرېکوه
مرګ نه په ځوان ، نه په ماشوم ، نه په سپینږي دی خو
د پلار او مور زه تنکی ځوان یم ، سر مې مه پرېکوه
درمله ! صبر شه ، لیږ وار وکړه ، ګذار ونه کړې
نور بس په هر څه پښیمان یم ، سر مې مه پرېکوه

د شاعر نور شعرونه ←