د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران8588 شعرونه
لينا فدا

اختره

سترګو کې انځور زما د خيال واخله
نن خو مې د لاس د کرښو فال واخله
دا ستا په د رې ورځو به هيڅ وه نه شي
اختره داځل مې ټول کال واخله
چې زنګوي مې ستا د خيال په بڼ کې
راشه زما د فکر ټال واخله
چې دواړه پرېوځوو له کبرو غرور
يار نه جلال ما نه جمال واخله
ته پرې د زړه کعبه ودانه کړه اوس
زما د زړه د کور دېوال واخله
چې ستا د نوم کرښې پرې نه راکاږم
واخله د ګوتو مې کمال واخله
فدا ځواب به يې پخپله مومې
لږ د لمدو سترګو سوال واخله

د شاعر نور شعرونه ←