افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1052 شاعران8588 شعرونه
پوښتنه مکړه
تاته چــاویـل دزړه ســره دسبا پوښتـنه مکړه
په دنیاتوراوسپین کــې دصــفا پــوښتنه مکړه
ژوندلټون ده په ګرداب هغه ښکلومــرغلروته
چې غوټې نشي وهی د دُرومرجاپوښتنه مکړه
په لاس ګرځوه ډیوه هره خواه توروتیاروپسې
که غورځې هرځای پاڅه ســـتړیاپـوښتنه مکړه
زړه مه تړه په کولال په کلال وپه ملال باندې
فانوسنه چه سرنې ښیښه شته درڼاپوښتنه مکړه
مــیــنه ده آســـانــه مئـین بـــه چــېرته شي پیدا
چه په عشق نشـــې مجنون دلیلاپـوښتــنه مکړه
جوړه کړی سپوږمۍ آسمان په زړه کې ده ښکلا
دلمراخله احسان له ډبرې دځـــلا پوښتنه مکړه
په هره جامه چې شي سرګند نه ئي عملِ دقرآن
لــه هــنــدو ګـبـروترسا دمصلا پوښتنه مکــړه
بشرپالوڅنګه نــوم ده وېــستلــی دبشــرپه نامه
لــه صـبـور دمـکارتورمخونارواپوښتنه مکړه