افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
په زړه یې راکړه ګوزارونه توره شپه وه
ځیګر کې جوړشول پرهارونه توره شپه وه
هر ساعت راباندې کال شو ای زړګیه
ځه عجب دي دا وختونه توره شپه وه
نیمه شپه په انتظار زه ورته ناسته
یارمې وکړل کوزارونه توره شپه وه
پیژندلي مود شګو کوټنۍ ده
ورانه کړې سیلابونو توره شپه وه
په وروستو کې به زه داسې درته وایم
حصینې وکړه فریادونه توره شپه وه