د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
فضل الرحیم عابد

غزل

که دزړه چيغه مې له درده تر اسمانه رسي
دا سلسله دمحبت مې تر جانانه رسي

که نن يې بيا دحسن نازپه ليمو وانخلمه
زور به يې ټول زما دتڼيو تر ګريوانه رسي

خدايږو چه داځل خومې دومره په زړه اورې اشنا
چه يادول دې راته اوښکو تر بارانه رسي

ټول به دستا له برکته وي احسان دې منم
که مې غزل که مې ټپه ترياقربانه رسي

عابده ستا هم څه دګټې درک نه لګيږي
هره سودا د محبت دې تر تاوانه رسې

د شاعر نور شعرونه ←