افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
خزان
راووزه وګلـبـڼ تـه نـنـــداره کــړه دخــزان
نړۍ یې په رنګین هنرزرینه کړې ده خزان
په ګلـبـڼ کـي دګلـونواورنګـونو تماشي دي
دا رنګـینه ښکلې ننداره راایستـلې ده خــزان
د ژړ،شنه اوسره رنګـونه ګــــوره په ســــیـــالۍ
د رنـګـونـو دا هنر بـل مـوسم نه لري لکه خـزان
جـوړښــت یې درنګـونــودطبعیت یــوه زېــږنه
طلايي رنګ یې دهـنـرښه نـنــداره ده دخــــزان
رنګــونه دخـــزان تــل ژړ ستـایي شــاعـــــــران
ژړاو زغون ګـوره عجـب جـوړښـت دی دخـزان
دا رنګین مهال تل لــنډ په باغواوسردروکــي
بــلــبــله ناکـراره زاغان تل راغلي په خـــــــزان