افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
913 شاعران7367 شعرونه
نيمګړی غزل
د خيال په دشته کې مې نښې د پل مه ورانوه
توفانه راشه خو بس لار د مزل مه ورانوه
دا مړه کاته دې تخيل راته را وبږ نوي
خير دی لږ تم شه دا نيمګړی غزل مه ورانوه
لېونۍ مينه مې په روح کې غځونې کوي
د زړه په سر ليکلی نوم مې هر ځل مه ورانوه
پرېږده په سترګو مې تياره پرېږده رڼا يې نه کړې
ليدلی خوب مې د اشنا په څنګل مه ورانوه
ای سمندره لږ خو واوره لينا څه وۍ درته
په څپو راشه خو د شګو محل مه ورانوه