د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
آميــــــــن متونوال

غزل

ژوند مې تیريږي په څلورو ديوالونو كې ګير

ته وه كټ مت لكه اسير وي ځنځيرونو كې ګير

هغه به څه دې ګلورينې دنيا خوند اخلي

چې وي دردونه يې د تن په پرهرونو كې ګير

خالي ورګورم په هو نه مې شنډې نه ښوريږي

لكه يوسف (ع) دتجارانو په نرخونو كې ګير

لكه كابل په نوم ژوندى يم خو ژوند نه راكوي

دژوند اختيار مې دى دغيرو په لاسونو كې ګير

لاسونه پورته په دعا كړه ما له خدايه غواړه

گلې ډير سخت يم دهجران په طوفانونو كې ګير

هغه سر شوخه پخپل سر هغه امين متونوال

هغه خودى اوس دپردي وطن ګردونو كې ګير

د شاعر نور شعرونه ←