افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
ملالې يوسفزۍ
که ساقي خپله شراب څکي ګنهګار دی
خو مفتي هم زموږ وينه څکي خونخوار دی
بيا يې توره راويستلې سترګې سرې دي
خدايه خير کړې ظالم بيا خمار خمار دی
خزانو باندې يې وږي ټول ماړه شول
خو پښتون چې په کې خوار دی نو لا خوار دی
ټول ولس يې پرې يو يو له ستوني تېر کړ
د پاچا صاحب لستوڼي کې ښامار دی
د اټک ځواني ليلا نه ده خوړلې
د خپل قام په درد ولا چې سخت بېمار دی