د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ادم خان سیرت

خمار نه پیژني

عجب سړی دی، لیونی دی، بې ګار نه پــيژني



په میخانو کې ناست او اوس هم خمار نه پيژني



د غره راغلی او د ښار ښکلې ته سر ټیــــــــــټوي



ماته ښکاريږي ، چې دا هډو دا تار نه پـــــــیژني



ساده سړی دی دښار ټول خلک سپـین زړي بلي



پدې پوهـــــــــــــیږي نه چې دلته دلدار نه پیژني



زما په شونډو لا تراوسه مســـــــــــــــکا نده خپره



اختره هغه ځای ته ورشـــــــــــــه چې یار نه پيژني







پخوا به ښه و، سیرت هم به درســـــــــره ګرځیده



اوس مین شوی ها چلم او ســــــــــــــتار نه پيژني







ادم خان سيرت، لړم لومړۍ نيټه خوشحال خان

د شاعر نور شعرونه ←