د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدجان نوزادي

وایی سبا اختر دی

مار کیت کی بیر وبار دی او خورا ګرم بازار
یوی خوا دی پلورونکی او بل لوری خریدار
وایی سبا اختر دی



یاران به سره ګوری
خپه به پخلا کیږی
نکریزی به نڅیږی
وایی سبا اختر دی



حاجیان ځی عرفات ته
ترڅو پر سجده شی
و خدای ته په توبه شی
شیطا ن به په ګونډه شی
که زما الله کوله نور به ختمه دا جګړه شی
وایی سبا اختر دی
واړه به راټولیږی
مشران به را غونډیږی
جومات کی به ټولیږی
وایم پسله لمانځه به یو او بل ته غاړی کیږی
حتما به پخلا کیږی
وایی سبا اختر دی



دری ورځي د اختر به
اسلام کړی قربانیانی
خیرات او دوعا ګانی
په ځای به کړی سنت د ابراهیم خلیل الله
وایی سبا اختر دی



راځي پر سجده شو
وخدای په توبه شو
د ابراهیم په پله شو
و یو بل ته خواږه شو
وایی سبا اختر دی



نوزادی وای عزیزان
زما وروڼو افغانانو
پښتنو او تاجکانو
د بلخ هزاره ګانو
ترکمنو بلوڅانو
پشه یی نورستانیانو
تایمنو ایماقانو
ددی وطن هندوانو
او یا نورو قومانو
د زړ د کومی وایم اختر ټولو ته تبریک
اختر مو مبارک
شه اختر مو مبارک



وزیر محمد اکبر خان- کابل- افغانستان د اکتوبر د میاشتی ۲۴ مه

د شاعر نور شعرونه ←