د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
احمدجان نوزادي

د وطن په یاد

د وطن په یاد
بیګاه په خوب کی له تورخم نه تیرشوم
و شنو درو ته د بهار لاړمه،
شینوار وه ښکلی پاڅول می شین وو
یو ځلی بیا پر ننګرهار لاړمه
راته رایاد شوه د ګنیو توپان
په سرخکان او په لغمان می سر شو
پسی ورتیر چی سروبی ته شومه
بس د انارو په دوران می سر شو
ماته رایاد د کاپیسا ښکلا شوه
شومه ورتیر په ګلبهار می سر شوه
د پنجشیر سیند هسی څپی څپي وو
هم په سالنګ هم په پروان می سر شو
سفر می اوږ کی د سالنګ دری ته
هسی خنجان او هم مزار ښایسته
کندز د لیری نه اتل ښکاریده
پلخمری او هم بغلان ښایسته



تخار می جنګ د چنګیز خان رایاد کړ
هلته لمیسی د چنګیز خان ښخ شو
زموږ پر وطن چی یی هجوم کړی ؤ
د چنګیزخان دلته ارمان ښخ شو
بیا راپه زړه شوه د کوکچی موجونه
چی یی د ځان سره لعلونه راوړل
ښکلی دری یی د ښایسته ډکی
ماته یی هیلی امیدونه راوړل



په سمنګان کی د بادامو مستی
په تاشقرغان کی می انځر وخوړل
دغسی ولاړم د جوزجان په لوری
په سریپول کی می پنیر وخوړل



څومره زړه وړونکی دلیلی دښته وه
هلته فاریاب کی د ګلونو موسم
د غوربادغیس ښکلا می زړه یوړلو
د هریرود د دیدنونو موسم
په لویودښتو د بکوا ورغلم
په فراه رود کی د موجونو موسم



بیا د نیمروز و لور ته وخوځیدم
ترڅو دیدن د سرحدونو وکړم
په لویو دښتو کی یی وخوځیږم
هم تما شا زه ددښتونو وکړم



راته رایاد شوه تاریخی برجونه
د کلا بیس ورانی کلا ته لاړم
د هلمند سیند خوله کی ځګونه راوړل
د یاغی سیند مستی ښکلا ته لاړم
نظر می لاړ د کندهار په لوری
دا دتاریخ د اتلانو زانګو
چی دښمنان یی په ګوڼدو کړه هلته
دا د میوند د شهیدانو زانګو



ښاری صفا په لوری و خوځیدم
په زړورو زابلیانو سلام
زلمیان یی ټوله په وطن مین دی
د ستر میرویس په ټول لمسیانو سلام



غزنی خو ځای د انبیا او اولیا
سلطا ن محمود غزنوی ته سلام
سلام سلام می و بهلول دانا ته
سلام و شمس تبریزی ته سلام



میدان وردګو ته راو خوځیدم
څومره ښایسته وه د مڼو باغونه
هلته و ډول سرنی ته کښناستمه
هلته می وکړه د زلمو سیلونه



کابل په ټول نړی کی ښکلی ښکاری
تازه هوا می د پغمان یادیږی
دارلامان او چهلستون رایادشوه
زما د وطن ښایسته ګلان یادیږی

د شاعر نور شعرونه ←