د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
محمد هارون ناصری

دپښتو په نامه

ما د پښتو په نامه ډیری بدی خولې ماتې کړې
هم می مغروره بی فرهنګه پرګنی ماتې کړې
داسی می مه بوله ظالمه چی مظلوم یمه زه
ما خو دډیرو جاګیرانو سلسلی ماتې کړې
د پښتونوالی قدر ساتمه او مخکی به ځم
ځکه می اوس دغه بی ځایه یارنی ماتې کړې
شراب بی خونده دساقی وه مانور څه کړی وی
په میکده کی مې بیشمیره چې پیالې ماتې کړې
پښتون غلام دچاکیدلی نشی واوری خلکو
زنځیر یی مات کړ هم یی بیا دا جیلخانی ماتې کړې
هارون ناصره پښتانه د غیرتو نو ټبر
دا هر غلیم ته یې لاسونه هم پښی ماتی کړې

د شاعر نور شعرونه ←