د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ادم خان سیرت

ننداره

ستا دنظراودرخسارننــــــــــداره



لکه غريب کړي دبهار ننــــــــــداره



په سوي زړه دی داسې سوي کتــل



سم په زخمو کې دپرهارننـــــــداره



دجبين خاله دومره ښکلی ښکارې



لکه عاشق چې کړي دهار ننــداره



زما بې وسه او بې کسه ماشـــــــوم



دبام پرسر کړي دټول ښار ننـــــداره



زما ارمان ارمان مغرور جــــــــانانه



سيرت خو تل کړې ديار ننــــــــداره

د شاعر نور شعرونه ←