د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
احمدالله یوسفي

ارمان

خدایه پوره می یو ارمان کړی
نور مو ودان افغانستان کړی



چی واکمنی مو ترډهلی پوری شی
مونږ کښی پیدابل احمدخان کړی




چی دتوپک پرځای قلم ته لاس کړی
داسی موجوړته هرافغان کړی



چی دپښتون کورته نفاق راولی
ربه اخته یی په خپل ځان کړی



چی دوطن خدمت په سراومال کړی
ما (یوسفی)ورنه قربان کړی

د شاعر نور شعرونه ←