د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
احمدشاه احمد

ګوره غږ راپسی نه کړي

زه لاړم له دی ښاره ګوره غږ راپسی نه کړي
له ژونده یم بیزاره ګوره غږ راپسی نه کړي

دهجر تور ګریوان می رڼا کړی په ډیوو ؤ
دشپي نه تر سهاره ګوره غږ راپسی نه کړي

د مخ ستورو می اخسته ځلا ستا لمرین مخ نه
اوس ووځم له مداره ګوره غږ راپسی نه کړي

په خوله می نه راځي خو په زړګي می پرتي ډیري
خِیرو نه تر ازاره ګوره غږ راپسی نه کړي

خالي نه ده له ډیرو تیند کونو او کږلیچونو
د ژوند دا ستړي لاره ګوره غږ راپسی نه کړي

بدله کی د وصال ! احمد منلي په ځان هر څه
د دار نه تر سنګساره ګوره غږ راپسی نه کړي

د شاعر نور شعرونه ←