افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دیار غم
چی هره ورځ درپسی ونه ژاړم
ما ته داخپل ځان ګناهګار ښکاریږی
چی هر ساعت درپسی ژا ړمه زه
ما ته بیا دا کار د ثواب ښکاریږی
((( ««»» )))
بیګاه می بیا شپه پری شبګیره کړله
چی له د وکو نه یی خبره شومه
خدای سته چی کله به می هیرشی که نه
خوپه یادوباندی یی ستړی شومه
(((««»»)))
د نړی بل سرته خو ولاړم درنه
لا دی له غم څخه بی غمه نسوم
اخیربه دا دنیا درپریږد م ګرانه
او زه به بل جهان ته واړه سمه
(((««»»)))
په ښکلو سترګوکښی د څومره زور ده
زه یی سیده ده زړه په سر و ویستم
ما و یل چی زخم ته ملهم پیدا کړم
بیا یی دو هم ځل په ځیګر و ویستم