افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
913 شاعران7367 شعرونه
غزل
قوت په غوښه کي وي پروت په سبېره دال نه کیږي
انقلاب غواړي قرباني تش په هرتـــال نــــــه کیږي
چي هم شتمن وي هم یه ډیــــر وي ددیـــدن لیوني
ډیرپه اسانه دهغــــــــه صنم وصـــال نــــه کیږي
څوک داسلام نـــعري وهــــي څوک دپښتو مینان
داهدفــــونــــه پــــه شعار دسپین دېوال نــه کیږي
چي پیوندونه دچا زړه کښي دایمــان مضـــبوط وي
وېره یه هیڅ وخت له فتنوسه ددجـــال نــه کیږي
دچاښایست کې چی تقدیر زړه راکښون نه وي ایښئ
دوریځومینځ کې په ښودلو دشنه خال نــــــــه کیږي
هاغه سړئ څومره سپیحلئ څومـــره ښه سړئ دئ
له همسایه سره یــــــه شخړه او جنجال نــــه کیږي
که شي هرڅومــــره ښــــه شاعرمحمدعلی عمری
بې له لوستلویه دسترخټک خـــــوشحال نه کیږي
۰۰۰
په درناوي