د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ميرنواز روهين

پښتانه يويو

پښتانه يويولروبرپه موږکې مه جوړوۍ
کوټه،کابل اوپيښورپه موږکې مه جوړوۍ
زموږومېنوته پردي جنګونه مه راوړۍ نور
دجنګ افزارډال اوسپرپه موږکې مه جوړوۍ
آزادملت يوهيڅ کوشش دايلکيدومومه کړۍ
غلام،برده دبل نوکرپه موږکې مه جوړوۍ
تل موپه لوړه غاړه ژوندپه پت عزت کې کړى
ذليل بې ننګه شان ټبرپه موږکې مه جوړوۍ
دآمن خلک يوپه سوله کې موژوندخوښيږي
آرام موپريږدۍ شوراوشرپه موږکې مه جوړوۍ
داله بهره راواردموږته پردي مفاهيم
تروريستان اولنډغرپه موږکې مه جوړوۍ
داورلمبې به ئې پرسيمه اونړۍ خورې شي
دشخړوځاي دجنګ ډګرپه موږکې مه جوړوۍ
خيرکه جلادي خوديووجوددوې برخې ښکاري
موږ ته اغياره ترې يو زړه بل ځيګرمه جوړوۍ
دوخت ناځوانوپردۍ ګټې په موږمه ساتۍ نور
لاستى دنورودتبرپه موږکې مه جوړوۍ
موږپه تاريخ کې دخپل ځان ساتنه خپله کړي
دايمي آډې داشغالګرپه موږکې مه جوړوۍ
نه مومنلي نه منوستادډيورنډ آفسانه
دبيلتون کرښې په خپل سرپه موږکې مه جوړوۍ
ورشه روهينه ورته سم زموږله خواووايه
هسې په ددنيامحشرپه موږکې مه جوړوۍ








جرمني- اوفن باخ شهر

د شاعر نور شعرونه ←