د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ګوهر وزير

غزل

دغــــــــه هــــم هغه تېــر کال دے
د ماضي پـــــۀ شـانـــې حـال دے


زما خپـــــلــې مټـــــــې تــــــــورې
زما خپــــلـــــه ســــــــينه ډال دے


دلتـــــه چـــاتـــه زړګے سپک کړم
دلتــه څـــوک زمــاهمخيــال دے


ﻻ ئـــــې زۀ د ځــــــــواب نـــــۀ يـــــم
ستا لېـــــمو کښې چې کوم سوال دے


ځان وژنــــــــــه بــــــــــــل وژنــــــــــــه
بــــس يـــو دغـــه ستـــا کـمال دے


د هــــــــر دور پــــۀ اوږدو کښــــــــې
زمــــا شــــــوے استحصـــــال دے


د خـــــــوشـــــال بچــــے خفــــــه دے
د مغــــــــــل بچــــــے خوشــــال دے


کــــــه ثبــــــــوت غـــــواړې د مينــې
لــــوند پـــۀ اوښکومې رومال دے


راتـــــــــه اور دے بــــــــې دتــــــانـــه
کـــه ورغـــــــړ دے کـه شــــوال دے


ښــکليـــــــه څومـــــــره بختــــــور ئـــې
چـې ګـــــــــوهـــــــــر دې کليـــوال دے

د شاعر نور شعرونه ←