افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
له خياله راوريږي له بارن څخه سندري
زما دزړه له درد او له درمان څخه سندري
يوڅو پښتني پيغلي مي دزړه وکورته راسي
چي وزيږي په زړه کښي دقربان څڅه سندري
دازړه که مي بندي دی ستا دعشق په ميخانه کښي
را ووروي ستاله سخت زندان څخه سندري
په کومه ورځ چي ستا څېره کښي خپله خوښي وينم
په هغه ورځ ليکمه زه دځان څخه سندري