افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
راشي چې صنم ساه مې دریږي
نه وي چې دغم ساه مــــــې دریږي
داحالت دمینې به وي کوم حالت؟
نه کړي چې ستم ساه مې دریږي
زه اوته ددې داستان یوبل تفسیر
راچي شي یودم ساه مې دریږي
ای دزماني شیخانو بس کړي نور
اچوۍ چې دم ساه مې دریږي
دومره انتظار او دومره ډیر کتل
... ښکلونشئ تم ساه مې دریږي
ای سیرته! صبرپه تاڅه وشول
اړوه دې، خم ساه مې دریـــــــږي
دمرغومي ۲۱ مه