د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ثناءالله مخلص

غزل

څه عجيبه غمجنه شپــــــــــه وه ولاړه تيـــــــــــره سوله


دتروږميو افســــــــــــــانه وه ولاړه تـــــــــيره ســـــــــوله


زه دخيالاتوانځـــــــــــــورګرشــــــــــاعرته ورغـــــــــلمه


هغه ول دايي فلســــــــــفه وه ولاړه تيــــــره ســــــــــوله


خپل تخيل مي نن اره کړم اوذره ذره يي وشنـــــدلم


ديارددردډکه کيــــــــــسه وه ولاړه تيــــــــــره ســـــــوله


زه يي دځان اوځان يي زمادځان تصــــــــــوير ګڼـــلي


ديارمي دغه لوپلمــــــــــه وه ولاړه تيــــــــــره ســــــــوله


چي کله کله مي ياران دخاطري رانه غوښتــنه وکړي


زه وايم دامي خاطــــــره وه ولاړه تيـــــــــــــــره ســــــوله


سترګووزړه ته مــــــي ديارناځـــــــــواني وښــــــــــودله


سترګوله زړه ســــــره دعــــــــوه وه ولاړه تيره ســــــوله


١٣٨٩-٢-٨کندهار

د شاعر نور شعرونه ←