افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
څه عجيبه اوستاكار دي دغه خلك
ورانولو كې هوښيار دي دغه خلك
نه يې دين ته كړو راسته، نه و دنيا ته
د يو داسې چا مهار دي دغه خلك
بل به پړوي مګر خپله يې هم كړې
رسيدلي كه تر دار دي دغه خلك
ستا دستار مو تاخ كې ايښى دى خوشحاله
په څه وړ ستا د دستار دي دغه خلك
ټول وطن دى كندې كندې لوټې لوټې
خو بيا هم ټوله وزګار دي دغه خلك
خزانه يې ترېنه لوټ كړه دوى ولاړ دي
دا په څه شي پيره دار دي دغه خلك
دوى د بل اورته اوبه پاشي سعيده
خو پخپله پر انګار دي دغه خلك