د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نيکمل ځاځى

غزل

   


د مینې د سندرې زمزمه ده لیونۍ
زما د دردیدلي زړه نغمه ده لیونۍ


چې دواړه سره کینو نو پوره لیونتوب جوړ شي
یو څه زه لیونی یم څه هغه ده لیونۍ


زما آرماني خیال یې پکې ونغښتو له ورایه
کمڅیو جوړولو باندې سره ده لیونۍ


د لارې غاړې کاڼو ته یې پام مکړې خیر وکړې
نن بیا راته غضب ده او غوصه ده لیونۍ


یو تاته خو به ووایم ددې د زړه خبره
نیکمله په ژوندون راپسې مړه ده لیونۍ


 ، کابل/افغانستان

د شاعر نور شعرونه ←