د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
د ښاغلي سعيد زابلى شعرونه

غزل

اې دوخت زلميه دغه كار غواړي
څيرې د پښتون ګريوان دى تار غواړي
ته چې د پښتون شمله زغمى نه شې
وخته سړيتوبه درنه لږ كار غواړي
چيرته مومن خانه غيب شوى يې
ستا د ښار زلمي د جنګ ښامار غواړي
داسې ليوني وختونه غواړو چې
شيخ په ميكده كې د جام وار غواړي
نيم زړه مې زابلى نيم كابلى شولو
كلي مازيګرغرمه د ښار غواړي
جنګ سره په ضد سعيد  وتلى دى
جام غواړي، سرود غواړي او يار غواړي

د شاعر نور شعرونه ←