د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
نيکمل ځاځى

غزل

    


بیا د بر کلي نه غږ د ساز راتلو
ستا دمینې جادوګر آواز راتلو


بیګاه ټوله شپه مې غوږ وو زمزمو ته
د ستا غږ پکې په بیل انداز راتلو


اننګي دې د ګلونو په څیر سره شول
له غوصې څخه دې بوی د ناز راتلو


ستا دحسن نظرونه یې ټول مات کړل
ستا له لورې چې بدرنګ غماز راتلو


د نیکمل جانان پښتون د سردرو دی
په غرور لکه د غرونو باز راتلو


نیکمل ځاځی
کابل

د شاعر نور شعرونه ←