افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
914 شاعران7367 شعرونه
پوړني خوري
هجر دزړه کور تالا کړ غم مي له زړه وني خوري
جنګ توره بلا ده تور پیکي او توري څڼي خوري
خوا یی لا سړه نه ده په شنو بنګړو او شنو منګو
اوس شینکي خالونه دلیلا له غونډي زني خوري
چایي په لمن لمونځونه کړل چا تري دعا غوښته
نن له چا ګریوان خوري اوله چا سپیني لمني خوري
ورځ که مي ناخوالي د ژوندون کرار ته نه پریږدي
شپي می هم دمیني تیر یادونه لکه غني خوري
جنګ اوسوله دواړه یو له بل سره دي اور اوبه
مینه او نفرت هم خپل منځو کي لکه بني خوري
زار له پښتنو احمد خو ورک یي دي د سر سړي
څوک یی ټیټوي دننګ شملي څوک یی پوړني خوري