افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1652 شاعران10764 شعرونه
غزل
زړه می په ښکلو کی نیګار جوړوی
یو جګ نری هلک می یار جوړوی
مور یی ده لورستوری روښانه وینی
وربل یی ځکه په تار تار جوړوی
ته چی مخ پټ کړی سترګی هم پوټوه
کنی باڼه دی زړو ته کار جوړوی
په توره شپه کی په اسمان کی ګرځی
زړه می وه ستورو ته مدار جوړوی
ده اسمان ستوری ټول له شرمه پټ سی
کله چی ښکلی خپل سینګار جوړی
... غزل بی ولی خندهوره نه وی
چی بند پر بند یی ابتکار جوړوی