د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ميرنواز روهين

بې وسي ده

بې وسي ده


بې وسي مې ده جانانه بې وسي ده
نوردنه يادوم ګرانه بې وسي ده
دزړه زورکوم که نه څه وس مې نشته
قرارکله شته بې تانه بې وسي ده
ناتوان شوم ځکه دې لارې ته مخ کړم
هربې وسه ته آسانه بې وسي ده
دباران په ځاي راتوى کړه په موږکاڼي
ته هم ښه پوه ئې آسمانه بې وسي ده
يو دلوئې لوبې دام کې راګيرشوي
له پاميره تربولانه بې وسي ده
چه مې نه رسې لاسونه تربې ننګو
بس ګيله کړم له خپل ځانه بې وسي ده
خدايږوکله مې پيرزووه په تابانې
اې زماڅيرې ګريوانه بې وسي ده
نه څه کړاي شم نه مې زړه درنه صبريږي
اې دسروګلوبوستانه بې وسي ده
چاته حسن چاته سرې سترګې بلاشي
زه ستاغم کې سرګردانه بې وسي ده
ته مې روح ته مې ژوندون ته مې حيا ئې
زما عشق زماايمانه بې وسې ده
آسمانونه درنه زار ځمکه درزار شه
موږته زيات له ټول جهانه بې وسي
اې زماښکليه وطنه درنه زارشم
دروهين دزړه ارمانه بې وسي ده



جرمني- اوفن باخ ښار
18.02.2013

د شاعر نور شعرونه ←