د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ادم خان سیرت

غزل

 


لږ ه مخکې ښه شیبه په لاس کې راغله



لا لهنده نیمه شپه په لاس کې راغله



شپه تیاره وه هره خوا چوپتیاخپره وه



واوره سمه وریده په لاس کې راغله



دجنون خوندو اخیستې پر ځان نه وه



ديخنۍ نه لړزیده په لاس کې راغله



ناڅاپي تالاندې پړک وهل چې زیر شوم



خدای شکر پښتنه په لاس کې راغله



دسکون لاس یې پرسرباندې راکش کړ



ښکلې دنګه ها شپنه په لاس کې راغله



دسیرت تیاره راتلوونکی یې رڼا کــــــــړ



ګرمه نرمه سره لمبه په لاس کې راغله

د شاعر نور شعرونه ←