د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
نوریه وهاب

نکاح د پیغلی کیږی

په لور خو ځکه ژا ړم چی په پیسو خرڅیږی


  لکه سود ا د با زا ر چی په چینو خرڅیږی


چی رویبا را ن یی را شی ا و مرکی ته کښینی


د پلار ا ومور له خوا نه په شنو لوټو خرڅیږی


   نکاح د پیغلی کیږی خو ښه د بل چلیږی


  ولورچی ډ یر ورکوی د ا په هغه خرڅیږی


نوم د د وستی یا د یږی سم تیجا رت پری کیږی


  لکه حیوان چی پلوری په څواوڅو خرڅیږی


   نجیلی چی نا ووایی خلویی په سوک متیږی


ځوا ن یی ترڅنګ  ولاړ وی د ا په زړو خرڅیږی


    زما   زلمیه  وروره ترینه  ګیله ونکړی


      پیغلی رواج تړلی په ځنځیرخرڅیږی


د ا هم ا نسا ن ده ګوره ا رزوا رما ن به لری


خوڅوک یی حق نه منی چی په کورړو خرڅیږی


زه نوریه سوا ل کومه   لیږدا قا نون بد ل کړی


هرځا ی کښی لوڼی زموږ د پښتنو خرڅیږی

د شاعر نور شعرونه ←