د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1605 شاعران10593 شعرونه
الحاج الهام الدین قیام

دکونډیو دکلي ځانمرګی

دادخوست ولايت دکونډيوپه کلي کې ديوه ځانمرګی بريديوه صحنه ده چې پرون پکې دنوروبي ګناه افغانانو
 ترڅنګ ددي کلې اته تنکي ماشومان ،چې ټول ئې دښونځۍ زده کوونکي وو شهيدان شول٠
 وائې چې پدې ماشومانوکې ديوماشوم پلاردده دزوکړې نه لامخکې زمونږدهيوادپه همدې روانوګډوډيوکې
 خپل ژوندله لاسه ورکړی وو،اوداماشوم دکونډې موريوازينۍ ځوی و،دهغې بدبختې موردژونديوازينۍ تکيه،اودکوريوازينۍ ډيوه وه٠
 دکونډيودکلی داپيښه،زمونږدجګړې ځپلي هيواد دکليواوبانډو،يوازينۍ،لومړنۍ اوياهم اخرنۍ پيښه نه ده٠
 دادهغې غميزې سلسله ده چې زمونږپه هيواداوپه خاصه توګه پښتونميښته سيموکې دپرديوله خواپه يوه نوم اوبل نوم داڅولسيزې دوام لري٠
 
ددښمن قسم
 
بياپرې کوم جادوګر چوف،دجادو،دم دی
 چې مې خپل بچي راوړئ،په شا،بم دی
 
نن دټول کلي کوڅې،په وينوسرې دي
 بياهرکورته،کوم ظالم راوړی غم دی
 
دژړااوفرياد زوږدی،هرې خواته
 نن په ټول کلي کې ويردی ،اوماتم دی
 
چې درجن،درجن معصوم ماشومان وژني
 دادکوم اسلام دحکم سره سم دی؟
 
دافتوادشريعت نه ده ،جلاده
 په دې کار قاتله!ستاځای جهنم دی
 
داسلام په ضد دادومره،بد عمل دی
 چې عاجزئې له غندلونه،قلم دی
 
چې اسلام به په دې خپل مسلمان وژني
 داسلام دښمن،همداکړی قسم دی
 
څوک چې يوافغان ،په بل وژني قيامه
 که موخپل دی،که پردئ دی،هغه ګرم دی
 


 والدورف/جرمنی
 10.03.2013

د شاعر نور شعرونه ←