د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدشاه احمد

غزل

  


مینه هدف نه دی یوه لاره ده
لوړي اوژوري بیا هواره ده


خاوري به ګڼي دبل په ښپو کي ځان
داخو قرباني دبل لپاره ده


ځان په درنه هیر بل دی وي په یاد
دا په خوښه نه دا بی اختیاره ده


ډکه هغه لاره له اغزو وي تل
لاره چی تر یار اوتر ګلزاره ده


مینه جوړوي په نفرت وران کلي
دا په منډه نه ښه په قراره ده


لاره چی نیولي ده احمد کومه
نیغه دغه لار تر ننګرهاره ده

د شاعر نور شعرونه ←