د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
میرویس مومند

پسرلی

  



چې خبردسپرلی راشی،خولې مو وازی له خنداشی
په غمجنو څیرو خدایږو، بیا نسیم د سحر را شی


بوراګان واړه په تمه، چې به بیا غوټی ګلان شی
په دی باغ به د بلبلو، شور له سره را پیدا شی


د خزان سپیرو بادونو، د ښکلا بازار تالا کړو
دی بدرنګو منظروکې، به خوشاله زړه د چا شی


تابه څه کړمه سپرلیه! ته که يې که نه يې خوار یم
ستا په شتون کې د ګلونو، ډک بازار تالا والا شی


ستا په تمه موږ دعمر، منزلونه څومره لنډ کړل
ته مو پریږدی په بیدیاکې،بیادبل سړی اشنا شی


کاش دوستی دی راسره وی،دفطرت په نندارتون
چې دا ګرد و غبار دواړه، ددی ښاره په هوا شی


رنګینۍ اوخوشبوۍ دی، ښه په زړنو باچاهی کا
خو په تګ دې بیاسپرلیه! ګلان واړه په ژړا شی


مقصر دی نه ګڼمه، ځکه مونږ مالیار ورک کړې
زه میرویس مومنددعاکړم،خیراخر به راپیدا شی

د شاعر نور شعرونه ←