د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
صابره کلیواله

کندهاره

وران به سئ زړگیه گوره داسي ګناه مه کوه
 دا مي کندهار دئ دلته چاته ښیرا مه کوه

 دا د ښکلاګانو ښار د حسن شاپیری لری
پام ، چیري د دیوانو خیال دلته  په چا مه کوه

دلته د ارغند خروښ په ننګ د میوندونو دی
دلته سوداګره ! د سرتیټو سودا مه کوه

جار مي د احمد بابا د توري له دې برمه سم
زه یو پاني پت یم سپک نظر دي په ما مه کوه

زه د (کلیوالي) ملالۍ دننګ ټپه یمه
 ستادي غزاګاني کندهاره بې مامه کوه

د شاعر نور شعرونه ←