افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
سوال او جواب
ای جلۍ ناز کوه نازونه کوه
پرما دمینې اوازونه کوه
ملنګ دمینې یم مړیږمه نه
داسې یو څوځلې غږونه کوه
////////
تاسره مینه مینه ،مینه کوم
تاباندې ژوندکې داغږونه کوم
داچې په مینه باندې نه مړیږې
ځکه زه ټول عمر ستونه کوم
////////
اې جلۍ ناز لره جوړشوې یې ته
قسم چې مالره جوړشوېې ته
زما دژوند بهار را او غوړیده
ځکه زما مینه جوړشوې يې ته
///////
زخو داستا په خوښه ځان جوړوم
منه چې تا دځان جانان جوړوم
زه هم خوشحاله یم چې تالرمه
خوږې قصې دمینان جوړم
///////
زما په زړه کې آرمانونه ډېردي
تراوسه ماسره غمونه ډېر دي
ښایسته رخسارسره دې هوډ غواړمه
زماله تانه امیدونه ډېردي
////////
وصاله پیغله پښتنه یمه زه
داستاپه ژوندکې یوډیوه یمه زه
زه به دې ټول عمر خوشحاله ساتم
ځکه داستا ښکلې مینه یمه زه