د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد امين بسمل

توریې خال حجرالاسوددی

  


خلګوماته دعاوکړئ یوارمان لرم په زړه کې
نورڅوک نه پکې ځایږي یوجانان لرم په زړه کې


دفاني دنیا شتمن په سیم اوزر باندې نازیږي
شکرزه خوله داټول جهانه ګران لرم په زړه کې


دوی لګیا دي ټولوي یې په مردارو نه مړیږي
زه دګران سپېڅلې مینه لکه قران لرم په زړه کې


دادوې ورځې مې جانان لیدلی نه دی زړه مې چوي
یوتصویر یې دخوږوسترګو روښان لرم په زړه کې


داسې بد یې اموخته کړم چې یې ونه وینم مرمه
څوچې مخ راښکاروي زه لوی توفان لرم په زړه کې


دیارمخ لکه دخدای کورتوریې خال حجرالاسود دی
په سجدوسجدو ورځم درد دهجران لرم په زړه کې


زما په اوښکو پسې مه ګرځئ همداسې دې بهیږي
بارانونه وروم یوګلستان لرم په زړه کې


ځینې ځینې میینان پاس په بدن لیکي دیارنوم
زه نومونه ددلبراوپاک سبحان لرم په زړه کې


پروا نه کړي که په اوښکومې پردي خلګ باک نه وړي
بختوریم چې یوښکلی قدردان لرم په زړه کې


دا چې نوردخدای تعالی راباندې اوري او تازه یم
دبسمل غوندې محبوب اومومن ځوان لرم په زړه کې



خلګوماته دعاوکړئ یوارمان لرم په زړه کې
نورڅوک نه پکې ځایږي یوجانان لرم په زړه کې

د شاعر نور شعرونه ←