د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
احمدشاه احمد

مات یی بوله

   
   ګـلاب چی پـروت وي داغزي پـه سینه ، مـات یی بولـه
دیدن دیار چی داسمان څاڅکي شي ، قـات یی بولـه
رښتيـا خبـره ډیره ستغـه وي تیریـږي به نه
خو که ترخه له زهـروډکه هم وي شات یی بولـه
دبا همته لوڼو پلار که وي هیڅ نه دي میرات
خو د نا اهله زوي که پلار وي هم میرات یی بولـه
د اخلاص ورکړه کي ارزښـت اوبیـه مه لټـوه
نیـت یی مهم دي که هـر څومـره کـم وي زيـات یی بولـه
دا چی وریـږي نـن له هـري خوا په مونـږه کاڼـي
یـا موپـه خپـلـه پـه ځـان کَــړی یا حالات یی بولـه
د احمد سر او مال چمتـو دي قربـاني تـه هـر وخت
احـسان یی مـه ګـڼه وړیـا دخـداي پـه جـات یی بولـه

د شاعر نور شعرونه ←