افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
کونړی ماشومان مړه دی
قربان شم نا زولی اوخیالی ماشومان مړه دی
په شونډو یی خندا خوره تنکی ماشومان مړه دی
په مر ګ یی سترګی پټی له څیرویی نور وریږی
په وینوکی لټ پټ دی ګلالی ماشومان مړه دی
تور او سره سپی دی راغلی جسدونه ورداړی
تلوارکړه غازی یاره ستا بچی ما شومان مړه دی
هر زخم به ورښیی پاک آلله ته په څو واری
حجربه تری غواړی کونړی ما شومان مړه دی
د مورغیږه خالی ده وړکی ګلاب شهید شو
خبرشی دنیا وا لوا فغا نا نی ماشوما ن مړه دی
افرین مشرانو چی دا خپل ځا نونه سا تی
پروا د ستا سی څه ده خوپردی ما شومان مړه دی
نوریی په هد یره کی آ واړه ښکلی قبرونه
میندو پری مات کړی شنه بنګړی ما شومان مړه دی
4/17/2013