د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
حاجي محمد نوزادي

کاڼه پښتانه

څنګه به ویښ کړمه ویده پښتانه


په روغو سترګو دا  ړانده پښتانه


لکه چی غم لره پیدا له موره


په لر او بر خواره  واره پښتانه


دا غوږ کی چا ورته موږی منډلی


اواز می نه اوری کاڼه پښتانه


څومره پخپلو لاسو ځان سپکوی


ها چی په خټه وه درانه پښتانه


چی یی دخیال لونګۍ کږه ګرځول


اوس ګرځی ځوړنده شمله پښتانه


څوک یی په بم څوک په راکټو وژنی


خپل او پردی دلاسه مړه پښتانه


خدایه د ژوند فرصت می دومره راکړی


چی شمله ور  ووینم زه پښتانه


ها بریتورو کډی چیرته وکړی ؟


چی نوزادی پری نازیده پښتانه


                  ډنمارک ـ ۳۰ / ۴ / ۲۰۱۳

د شاعر نور شعرونه ←