د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
ادم خان سیرت

زما انځور ته پام چې ونه ژاړې

 



 



زما ښایسته زما ارمانه سلام



ټولو نه ګران لکه ایمانه سلام



.....



پوهیږم ته شاید علیک ونه وای



خو د پښتو  او انسانیت په دې سپځلې مینه



درته قسم یادوم



درته صنم یادوم



ورته علیک ووایه



ورته علیک ووایه



چې لږه ساه واخلمه



لږه دوا واخلمه



مودې شوې تیرې ستا احوال نلرم



پدې کې زه هم کوم یو سوال نلرم



دتلیفون ایمیل په هراین باکس کې



له تانه پرته پيغامونه نشته



اوس ایمیلیونه، مسجونه نشته



نه دې یادونه او غمونه نشته



 



ای  لوړې دنګې سپیلنۍ شاعرې



ای ښاپیرۍ ای لیونۍ شاعرې



دلیونتوب څه غزلونه راوړه



دویښتابه یو څه رازونه راوړه



دافسانو  بل چراغونه راوړه



لږ مې بیداره، لږه ساه را پو کړه



دښاپیرۍ دچم هوا را  پو کړه



زه په همداسې یو اغزن ماحول کې



له تانه پرته له تا لرې دلته



په انتظار انتظار 



هغه یادونه شمېرم



هغه خوندونه شمېرم



اوس مې  دخپل حالت احوال په خاطر



ددې حالت یو انځوریز پیغام مې



نن په ورستي ځل تاته بیاولیږه



هغه انځور چې ته یې نشې لیدې



هغه سرور چې ته یې نشې لیدې



 



تاته ډالۍ په توګه، یوځلې بیادر ولیږم



چې مې اغزن اغزن حالت نه ګرانې



یوڅه خبره شې ته



که څه اوتره شې ته



د ژوند داپاتي برخه



ستا څو یادونو سره



ستا څو خوندونو سره



اوس په ژړا تیروم



اوس په خندا تیروم



له تانه یو خوهش په مینه کوم



زما انځور ته پام چې ونه ژاړې



زما سرور ته پام چې ونه ژاړې



 

د شاعر نور شعرونه ←